ads

ترکيه: په سوريه کې د امن سيمې د فرات تر ختيځه پراخوو

د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، هېواد يې هوډ لري، چې په سوريه کې د امن سيمې ډېرې کړي، ترڅو د فرات سيند ختيځ هم د امنو سيمو برخه شي.

نویسنده: mayar
2 تله 1397
ترکيه: په سوريه کې د امن سيمې د فرات تر ختيځه پراخوو

د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان وايي، هېواد يې هوډ لري، چې په سوريه کې د امن سيمې ډېرې کړي، ترڅو د فرات سيند ختيځ هم د امنو سيمو برخه شي.
ده نن سهار په نيويارک کې د وينا په مهال وويل، انقره به تركيې ته د ترهګرۍ ګواښ تر ختمولو او په سوريه كې د ترهګرو ډلو تر ختمولو خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
اردوغان ادعا وکړه، چې د ترکيې پوځ د سوپر فرات او د زيتون ښاخ په نوم عملياتو په پايله کې توانېدلی، چې ۴۰۰۰ کيلو مټره مربع سيمې د داعش او وای پي جي له وسله والو پاکه کړي.
نوموړي زياته کړه، ترکيې دغه سيمې د سوري وګړو لپاره په امن سيمو بدلې کړې دي.
د اردوغان په خبره، دوی به د فرات سيند په ختيځ کې هم ورته اقدامات وکړي.
د تركيې جمهور رئيس همدارنګه وويل، انقره به بيت المقدس، چې د مسلمانانو لومړۍ قبله ده، يرغلګرو او هغو ته، چې د فسلطينيانو په وړاندې د ترهګرۍ کړنې ترسره کوي، ونه سپاري.
هغه ټينګار وکړ، ترکيه به د دغه سپېڅلي ښار په تړاو د امريکا او اسراييلو سرغړونې په لوړه کچه د ډيپلوماسۍ له لارې تعقيب کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA