ads

پوتين: روسي الوتکه د سختو شرايطو له کبله وېشتل شوې ده

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين وايي، د سوري ځواکونو له لوري د روسي الوتکې وېشتل د سختو شرايطو د ځنځير له کبله ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغه هېواد دفاع وزارت اسراييل تورن کړ چې د دغه پوځي الوتکې د وېشتل کېدو عامل دی او مناسب ځواب به ورکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 وږی 1397

له دې څرګندېږي چې پوتين هڅه کوي د اسراييلو او روسيې تر منځ د اړيکو خړپرتيا او وروستی جنجال يو څه راکم کړي.
پرون د روسيې يوه پوځي الوتکه د سوريې د دفاعي سيسټم په توغندي ولګېده او ټوله عمله يې، چې ۱۵ تنه وو، ووژل شوه.
مسکو په دغه پېښه کې اسراييل پړه وبلل او استدلال يې کاوه، چې اسراييلي جېټ الوتکو له روسي الوتکې د سپر په توګه استفاده کړې او دا الوتکه يې د سوريې دفاعي خط ته برابره کړې ده.
روسيې ويلي و، اسراييلو ته به مناسب ځواب ورکړي.
د روسي پوځ په وينا، ياده الوتکه د سوريې ساحل ته په ۲۳ کيلومټرۍ کې خپلې اصلي اډې ته ستنېدله، چې د توغندي ښکار شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA