ads

په جلال اباد ښار كې د خپلواكۍ ورځ په امن کې نمانځل کېږي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د هېواد د خپلواکۍ د بيا ترلاسه کولو ۹۹يمه کليزه په امن کې نمانځل کېږي.

نویسنده: mayar
28 زمری 1397
په جلال اباد ښار كې د خپلواكۍ ورځ په امن کې نمانځل کېږي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د هېواد د خپلواکۍ د بيا ترلاسه کولو ۹۹يمه کليزه په امن کې نمانځل کېږي.
ښاريان وايي، دا يې د وياړ ورځ ده او دوى يې هم په ډېرې خوښۍ نمانځي.
ښاريان له امنيتي مسوولينو غوښتنه کوي، چې د ښار امنيت ټينګ كړي، ترڅو دوى دا ورځ په ښه توګه ونمانځي.
بل لور ته والي حيات الله حيات وايي، د دې ورځې نمانځنې لپاره يې ځانګړي امنيتي تدابير نيولي او ډاډ يې ورکړ، چې ښاريان دې په خورا شاندارو مراسمو دغه ورځ ونمانځي.
نوموړي نن لومړى د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او بيا يې ټينګار وکړ، چې د ورځې په پاى کې يې هم ولسونو ته تفريحي پروګرامونه پلان كړي او په ډاډه زړه په كې ګډون كولاى شي.
د يادولو ده، چې تېره شپه هم د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹يمې کليزې په مناسبت په ننګرهار كې ځانګړي تفريحي پروګرامونه، چې په کې اورلوبې، موسيقي او نور شامل وو، ترسره شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA