ads

عمران خان د پاکستان د ۲۲م لومړي وزير په توګه لوړه وکړه

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د دغه هېواد په پارلمان کې د ۲۲م لومړي وزير په توګه لوړه وکړه.

نویسنده: mayar
27 زمری 1397
عمران خان د پاکستان د ۲۲م لومړي وزير په توګه لوړه وکړه

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د دغه هېواد په پارلمان کې د ۲۲م لومړي وزير په توګه لوړه وکړه.
جمهور رئيس ممنون حسين نوموړي ته سوګند ورکړ.
د لوړې په مراسمو کې پر مهمو سياسي شخصيتونو، د پوځ پر مشرانو، بهرنيو ډيپلوماټانو او خبريالانو سربېره د کرکټ لوبې هغه لوبغاړي هم موجود وو، چې په ۱۹۹۲يم ميلادي كال كې يې پاکستان ته نړيوال جام ګټلى و.
هغه مهال د پاکستانۍ لوبډلې مشري عمران خان كوله.
ده د جمعې په ورځ له نوي ټاکل شوي پارلمانه ۱۷۶ مثبتې رايې ترلاسه کړې او د پاکستان لومړى وزير وټاکل شو.
د پاكستان تحريك انصاف ګوند د تېرې جولای مياشتې د ۲۵مې نېټې په پارلماني ټاكنو بريالى شو.
د دې هېواد نورو ګوندونو دا ټاكنې له درغليو ډكې بللې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA