د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند مولوي خالص او سياف فاميليو سيمه کې افغان ګډو ځواکونو تصفيوي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې يو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، امنيتي ځواكونو په دغو عملياتو کې ۱۴ ميله بېلابېل ډوله تومانچې، څلور ميله کلاشينکوفونه، يو ميل مارکول، درې لاسي بمونه، ۲۵۰ فيره مرمۍ او يوه اندازه چاودېدونکي توکي ترلاسه كړي دي.
خوږياڼي زياته كړه، چاودېدونکي توکي په سيمه کې له منځه وړل شوي او عمليات دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ