د کندهار په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د لسګونو ښوونځيو د بيارغونې چارې پيل شوې دي.
د پوهنې وزارت په خبرپاڼه كې د دغه ولايت د پوهنې رئيس عبدالقادر پيوستون له قوله راغلي، د زده کوونکو لپاره د وړ او مناسب ښوونيز چاپېريال رامنځته کولو په هدف يې په مرکز او ځينو ولسواليو کې د ۳۳ ښوونځيو د ترميم چارې پيل کړې دي.
نوموړى وايي، سږ کال يې د هغو ښوونځيو د ترميم چارې پيل کړي، چې زيانمن شوي او زده کوونکي يې په ستونزمنو شرايطو کې خپلې زده کړې پرمخ وړي.
د پيوستون په وينا، پر دغو ترميماتو به د پوهنې رياست د پرمختيايي بوديجې ۱۶ ميليونه افغانۍ ولګول شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ