ads

دانش: د غزني د سقوط ګواښ له منځه تللی

د کورنيو چارو وزارت وايي، د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري د غزني د سقوط ګواښ له منځه تللی دی، خو اوس هم په ځينو سيمو کې نښتې روانې دي.

نویسنده: mayar
20 زمری 1397
دانش: د غزني د سقوط ګواښ له منځه تللی

د کورنيو چارو وزارت وايي، د حکومت د وسله والو مخالفينو له لوري د غزني د سقوط ګواښ له منځه تللی دی، خو اوس هم په ځينو سيمو کې نښتې روانې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، د غزني د سقوط ګواښ له منځه تللی خو اوس هم د دغه ښار په نېږدې سيمو کې نښتې روانې دي.
د دانش په خبره، پر غزني ښار د وسله والو طالبانو د بريدونو له پيل راهيسې تر دې مهاله ۱۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړی وايي، چې په دې نښتو کې ۲۶ امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او يو خبريال هم وژل شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې وسله وال طالبان په مسکوني سيمو کې ځای پر ځای شوي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره د افغان ځواکونو عمليات ورو پر مخ ځي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې په دې نښتو کې يې ۲۰۰ افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده او لسګونه نور سرتېري هم طالبانو نيولي دي.
له بل لوري دغه ډله ادعا کوي چې د افغان ځواکونو يو هليکوپتر يې هم په غزني ولايت کې ويشتلی او راغورځولی ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA