ads

په جوزجان كې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده

د ۲۰۹ شاهين قول اردو چارواكي وايي، د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ كې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه كې تراوسه د دواړو لورو له ۱۲۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
23 چنګاښ 1397
په جوزجان كې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده

د ۲۰۹ شاهين قول اردو چارواكي وايي، د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ كې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ جګړه كې تراوسه د دواړو لورو له ۱۲۰ زياتو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، له تېرو څلورو ورځو راهيسې د دغو وسله والو ډلو ترمنځ په درزاب ولسوالۍ كې جګړه روانه ده.

د هغه په خبره، پرون د يادې ولسوالۍ په چقمه چقور او خانقاه سيمو كې د جګړې په ترڅ كې د درېيو ښځو په ګډون ۱۵ داعشيان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.

رضايي زياته كړه، دغه ښځې د چيچنيا او ازبكستان وګړې وې.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند وايي، طالبانو د هېواد له نورو سيمو كې خپل ملګري وربللي، چې د سختې جګړې له كبله د داعش ډلې وسله وال له چقمه چقور او خانقاه سيمو تښتېدلي او د درزاب ولسوالۍ په سردره سيمه كې ځاى پرځاى شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA