د فوټبال د نړيوال جام سياليو كې د درېيم مقام ګټلو لپاره د بلجيم او انګلستان لوبډلې د لوبې ډګر ته وځي.
دا لوبه به د افغانستان په وخت نن مازديګر شپږ بجې او ۳۰ دقيقې په روسيه كې پيل شي.
ټاكل شوې د دوشنبې په شپه د كرويشيا او فرانسې لوبډلې د فوټبال د نړيوال جام سياليو پايلوبه ترسره كړي.
دا لومړى ځل دى، چې د كرويشيا لوبډله پايلوبې ته لار پيدا كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ