ads

ناټو په افغانستان كې د خپلو هوايي بريدونو په تړاو په څېړنو كې پاتې راغلې

د بشري حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ ويلي، ناټو په افغانستان كې د هغو هوايي بريدونو په اړه په بشپړو څېړنو كې پاتې راغلې، چې غيرې قانوني وو او ښايي د ملكي تلفاتو په زياتوالي كې يې رول لرلى وي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 چنګاښ 1397
ناټو په افغانستان كې د خپلو هوايي بريدونو په تړاو په څېړنو كې پاتې راغلې

د بشري حقونو د څار ډلې د دوشنبې په ورځ ويلي، ناټو په افغانستان كې د هغو هوايي بريدونو په اړه په بشپړو څېړنو كې پاتې راغلې، چې غيرې قانوني وو او ښايي د ملكي تلفاتو په زياتوالي كې يې رول لرلى وي.
دې ډلې د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي، چې په بروکسل کې د نن او سبا ورځې په غونډه كې د هغو هوايي بريدونو په تړاو د بې طرفه څېړنو غوښتنه وکړي، چې ملکيان په کې وژل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د ناټو له غړو هېوادونو دا هم غوښتي، چې پر افغان حكومت دې فشار راوړي، چې د خپلو سرتېرو د جګړې له قوانينو د سرغړونو په اړه اقدامات وکړي او مسوول کسان د قانون منگولو ته وسپاري.
سرچينه د افغانستان پر حکومت تور لگوي، چې تراوسه يې د ملکيانو د تلفاتو معلومولو لپاره امکانات نه دي برابر کړي.
د بشري حقونو د څار ډله وايي، د جګړې د قوانينو پر بنسټ په جګړه كې ښکېلې ټولې خواوې بايد د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.
سرچينه زياتوي، له عيني شاهدانو سره خبرې نه كول، د پېښې سيمې ته نه تلل او د قربانيانو د روغتيايي اسنادو نه بررسي كول په افغانستان كې د ملكي تلفاتو په اړه د ناټو د څېړنو نيمګړتياوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA