وه تنه حكومتي لوړپوړي چارواكي د افغانستان د کرکټ بورډ د نوو غړو په توګه وټاكل شول.
د كركټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دې ادارې د عمومي مشر شكرالله عاطف مشعل په وړانديز او د جمهور رئيس او د كركټ بورډ د اعلی سرپرست محمد اشرف غني د امر پر بنسټ، د ټرانسپورټ وزير عبدالحميد طهماسي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستياله کامله صديقي د کرکټ بورډ د پخوانيو غړو سيد سلمان سادات او عبدالعلي محمد پر ځای د دغې ادارې د نوو غړو په توګه وټاکل شول.
په خبرپاڼه كې د كركټ په برخه كې د يادو چارواكو مسووليتونو ته اشاره نه ده شوې.
سرچينې طهماسي او صديقي ته د کرکټ په ډګر کې د خدمت او ډېرو لاسته راوړنو هيله كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ