د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون اونيزه غونډه تېره ورځ په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترو ايي، په دې غونډه کې د درې ميليارد افغانيو په ارزښت څلور قراردادونه منظور، يو قرارداد رد او درې نور بېرته وګرځول شول.
په منظور شوو قراردادونو كې د کندهار، هرات، مزار شريف او د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګرونو د امنيت ټينګښت قرارداد د درې کلونو لپاره، د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د امو دريا حوزې پروژو د تفصيلي ډيزاين او امکان سنجۍ څېړنو قرارداد، د کابل ښاروالۍ اړوند د څوارلسمې ناحيې د خواجه امام ګذر د زېربناوو د بيارغونې پروژه او د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري معلوماتو د مرکزي سيسټم قرارداد شامل دي.
د ملي تدارکاتو کمېسيون د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي معلوماتي مرکز د پراختيا، د پروان ولايت د غوربند سيمې د ۲۰ کيلو ولټه برېښنا لين د مسير او د برېښنا شرکت اړوند برقي تجهيزاتو پېشنهادي قراردادونه د لا زياتو ارزونو په هدف بېرته وګرځول.
د افغان ټېلېکام د اړتيا وړ سيمکارتونو او سکرېچ کارتونو د تدارک قرارداد د بيې د لوړوالي په دليل رد شو او پرېکړه وشوه، چې دا اړتيا دې د هند دولت سره د دولت په دولت قرارداد له لارې تدارک شي.