ads

ننګرهار كې د كوچني اختر درېيو ورځو كې ۲۰۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار روغتيايي مسوولين وايي، د کوچني اختر په درېيو ورځو کې په دې ولايت کې د شوو ځانمرګو بريدونو او ټرافيکي پېښو له ځايونو ۴۳ جسدونه او ۱۶۵ ټپيان حوزوي روغتون ته وروړل شوي دي.
د جلال اباد حوزوي روغتون مشر احسان الله شينواري کليد ته وويل، دغه ۴۳ كسان د اختر په دوهمه او درېيمه ورځ په دوو ځانمرګونو بريدونو كې وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 غبرګولی 1397

د شينواري په وينا، د اختر په درېيو ورځو کې د ټرافيكي پېښو له ځايونو هم حوزوي روغتون ته ۴۵ ټپيان وروړل شوي، چې ډېرى يې د دوى له لوري تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
هغه زياته كړه، په اختر كې د ننګرهار په ټولو ولسواليو كې روغتيايي مرکزونه د هر ډول ناروغانو پرمخ پرانيستي وو.
په ننګرهار کې د اختر په مهال په داسې حال کې په دومره کچه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له لوري د اوربند اعلان شوى و او خلکو تمه درلوده، چې دا اختر به له تېرو سره په ښه توپير په امن کې ونمانځي، خو وروستيو دوو ځانمرګو بريدونو د وير پر ټغر کېنول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA