ads

غزني کې ټرافيکې پېښې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ټرافيکې پېښې له کبله دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
18 غبرګولی 1397
غزني کې ټرافيکې پېښې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ټرافيکې پېښې له کبله دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، دغه ټرافيکي پېښه د کابل- کندهار په عمومي سړک د غزني ولايت د بلخ دروازې په سيمه کې پرون غرمه مهال شاوخوا يوه نيمه بجه د ملي اردو د رينجر او يو موټرسايکل تر منځ د ټکر له کبله رامنځته شوه.
نوري وايي، په پېښه کې يو ۱۴ کلن ماشوم وژل او يو بل ۱۳ کلن ماشوم سخت ټپي دی او د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی چې روغتيايي وضعيت يې د اندېښنې وړ دی.
نوموړی وايي، د دغه ټرافيکې پېښې اصلي سبب ټرافيکي اصولو ته نه پاملرنه ده. د والي د وياند په خبره، د اردو سرتېري له سيمې تښتېدلي چې له نيولو سره سم به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل- کندهار په لويه لاره ډېری وخت د ډرېورانو د بې احتياطۍ له کبله ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي او ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA