ads

امو د الکوزي احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پای لوبې ته لار ومونده

امو د ۲۰۱۸ کال الکوزي احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پای لوبې ته لار ومونده.

نویسنده: mayar
11 غویی 1397
امو د الکوزي احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پای لوبې ته لار ومونده
????????????????????????????????????

امو د ۲۰۱۸ کال الکوزي احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پای لوبې ته لار ومونده.

د کرکټ بورډ په وېبپاڼه کې د خپاره شوي خبر له مخې، د الکوزي احمدشاه ابدالي لومړۍ درجې (فرسټ کلاس) سیالیو دېرشمه لوبه په خوست کرکټ لوبغالي کې د امو او کابل ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه کابل لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، کابل لوبډلې په لومړي اېننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې جوړې کړې، کابل ته زیاتې ۳۳ منډې رحیم منګل ترسره کړې او د امو لپاره ۶ وېکتې جمشید خان واخیستې.

امو په لومړي اېننګز کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۰۰ منډې جوړې کړې او کابل ته یې د دویم اېننګز د توپ وهنې بلنه ورکړه، امو ته په لومړي اېننګز کې زیاتې ۱۲۵ منډې شرف الدین اشرف او ۱۰۷ منډې فضل ځاځي ترسره کړې.

ورپسې کابل د دویم اېننګز توپ وهنه پیل کړه، په دویم اېننګز کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۲ منډې جوړې کړې، کابل ته په دویم اېننګز کې زیاتې ۵۹ منډې نور الحق ترسره کړې او امو ته ۳ ویکټې شرف الدین اشرف واخیستې، په دې سره امو کابل ته د یو اېننګز او ۱۱۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ کال الکوزي احمدشاه ابدالي سیالیو پای لوبې ته یې لار ومونده.

د امو لوبډلې لوبډلمشر چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۲۵ منډې جوړې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۸ الکوزي احمدشاه ابدالي لومړۍ درجې (فرسټ کلاس) سیالیو پای لوبه به راتلونکې یکشنبه په کندهار کې د بندامیر او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA