د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر وايي، د افغانستان د دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د غرنۍ مجهيزې لېوا جوړېدل به په سرحدي او غرنيو سيمو کې د ترهګرو ډلو فعاليتونه محدود کړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په بيجينګ كې د چين له لوى درستيز لي زوچينګ او ورسره لوړ پوړي نظامي پلاوي سره د ليدنې په مهال وكړې.
اتمر په غرنيو سيمو كې د ترهګريزو فعاليتونو د مخنيوي په هدف د غرنۍ لېوا جوړېدل مهم وبلل او په دې برخه كې يې له چينه د تجهيز او ملاتړ غوښتنه وكړه.
د ملي امنيت سلاکار د افغانستان او چين ترمنځ د دوه اړخيز نظامي ستراتېژيک ډيالوګ د دوهم پړاو پر بېړني پيل ټينګار وکړ او له چينايي لوري يې وغوښتل، چې له خپل افغان سيال سره د خبرو او ډيالوګ د دوام لپاره كابل ته سفر وکړي.
بل پلو د چين لوى درستيز لي زوچينګ د كابل او بيجينګ ترمنځ د ګډو امنيتي او نظامي همکاريو په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د تجهيزولو په برخه کې د خپل هېواد پوره چمتووالى په ډاګه كړ.
په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان او چين ترمنځ د ګډو نظامي او امنيتي همکاريو او د دوه اړخيز ستراتېژيک نظامي ډيالوګ په چوکاټ کې پر مهمو نظامي او امنيتي موضوعاتو بحثونه او د پام وړ هوکړې وکړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ