په داسې حال كې، چې ولسي جرګې پرېكړه كړې د راتلونكې چهارشنبې په ورځ د ملي امنيت عمومي رئيس استيضاح كړي، خو يو شمېر وكيلان له دې استيضاح سره مخالف دي.
د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د محمد معصوم ستانكزي استيضاح د كم شمېر وكيلانو د شخصي هدفونو او عقدو پر بنسټ ده.
دوى زياتوي، د ملي امنيت د عمومي رئيس د استيضاح لپاره د ولسي جرګې د غړو لاسليكونه هم په غير قانوني او د جرګې د كورنيو دندو د اصولو خلاف راټول شوي دي.
خو د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي نن په عمومي غونډه كې وويل، د دغې جرګې د رئيسانو كمېټې د ستانكزي د استيضاح ورځ راتلونكې چهارشنبې ټاكلې، كه يې څوك مخالف وي، نو له قانوني لارې دې د اجنډا د لغوه كولو وړانديز وكړي.
په ورته وخت كې د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، په اوسنيو شرايطو كې، چې هېواد د ناامنۍ له بحران سره مخ دى، د ملي امنيت د عمومي رئيس استيضاح د هېواد په خير نه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ