د افغانستان برېښنا شركت وايي، د دولت وسله والو مخالفينو په بغلان ولايت كې د ازبكستان د وارداتي برېښنا يوه پايه ويجاړه كړې ده.
د دغه شركت وياند وحيدالله توحيدي كليد ته وويل، دا پايه نن سهار دوه بجې او ۴۸ دقيقې ويجاړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، په بغلان كې د دې پايې په ويجاړولو سره د پروان، كابل، ننګرهار، ميدان وردګ او غزني ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.
توحيدي زياته كړه، د كابل ښار د اړتيا وړ برېښنا په موقتي ډول د نغلو، ماهيپر او سروبي له برېښنا بندونو برابره شوې ده.
د ده په وينا، په هغه سيمه كې، چې د برېښنا ياده پايه ويجاړه شوې، د امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده.
د افغانستان د برېښنا شركت وياند وايي، په سيمه كې د وضعيت په ښه كېدو سره به د دې شركت كاركوونكي د ويجاړې شوې پايې د رغولو كار پيل كړي.
د روان لمريز كال له پيله تراوسه دا دوهم ځل دى، چې د دولت وسله وال مخالفين په بغلان كې د برېښنا پايه ويجاړوي.
وسله والو طالبانو څه موده وړاندې د دغه ولايت په كيله ګي سيمه كې د ازبكستان د وارداتي برېښنا يوه پايه په ماين الوځولې وه.