په ميدان وردګ كې د وسله والو طالبانو يو ماين جوړوونكى او د توغندويي بريدونو پلانوونكى نيول شوى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني وايي، نيول شوى كس زين الله نومېږي، چې د طالب قوماندان مولوي نورآغا په تروريستي ډله كې يې فعاليت درلود.
د هغه په خبره، زين الله له تېرو درېيو كلونو راهيسې طالبانو ته ماينونه جوړول او د ماين جوړونې زده كړې يې په پاكستان كې كړې دي.
ويل كېږي، چې دې طالب ماين جوړوونكي دوه اونۍ وړاندې هم امنيتي ځواكونه تر خپلو توغندويي بريدونو لاندې راوستي وو، خو هدف ته نه و رسېدلى.
د ميدان وردګ د امنيتي مسوولينو په وينا، زين الله د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوو ماينونو په وسيله لسګونه افغان سرتېري وژلي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ