راپورونه وايي، لږ تر لږه ۳۰ تنه د سوريې په ختيځه غوطه کې د دولتي ځواکونو په تازه هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار برېتانيا مېشته ډله وايي، دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې کله يې غوښتل د جګړې په لومړۍ کرښه کې له محاصرې شوې سيمې وتښتي.
ياده ډله زياتوي، په دې بريدونو کې په لسګونو نور ټپيان شوي هم دي.
ختيځه غوطه له يوې میاشتې راهيسې د سوري دولتي ځواکونو او د هغوی د روسي ملاتړو تر سخت بمبار لاندې ده چې له کبله يې په زرګونو ملکي وګړي له دغو سيمو تښتېدلي دي.
د جمعې په ورځ هم د ختيځې غوطې په کفر بطنا سيمه کې د شپږ ماشومانو په ګډون ۴۶ ملکي وګړي ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ