د ملي دفاع وزارت د فراه او هلمند په ګډون په يو شمېر جنوب لوېديځو ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو د اندېښنو په غبرګون کې وايي، چې د دغو ولايتونو په ګډون همدا اوس په لسو ولايتونو کې ۱۳ تعارضي عمليات روان دي.
د ياد وزارت د وياند دولت وزيري په خبره، په فراه کې هوايي او کومانډو ځواکونو وسله وال مخالفين ځپلي دي.
نوموړى زياتوي، چې دوى د هلمند د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په فراه او هلمند ولايتونو کې په دې وروستيو کې ناامنۍ زياتې شوي او د تازه راپورونو له مخې، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له كبله د كومانډو ځواكونو په ګډون لسګونو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كومانډو ځواكونو وياند جاوېد سليم له كليد سره په خبرو كې وويل، د بالابلوك په عملياتو كې نه همغږي او يو لړ نور عوامل د امنيتي ځواكونو د مرګ ژوبلې سبب شوي، چې په تړاو يې څېړنې دوام لري.
د فراه اوسېدونکي له څو مياشتو راهيسې دا اندېښنه لري، چې د دغه ولايت مرکز د طالبانو په لاس سقوط نه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ