ads

نن د نړيوال جام په غوراوي پړاو کې افغانستان له نيپال سره مخ کېږي

ټاکل شوې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په څلورمه لوبه کې د نيپال له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

نویسنده: mayar
19 کب 1396
نن د نړيوال جام په غوراوي پړاو کې افغانستان له نيپال سره مخ کېږي

ټاکل شوې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په څلورمه لوبه کې د نيپال له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

دغه لوبه، چې د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پيلېږي.

افغان لوبډلې په دې سياليو کې خپله لومړۍ لوبه سكاټلنډ، دوهمه يې زمبابوې او درېيمه يې هانګ كانګ ته وبايلله.

د افغانستان کرکټ بورډ د دغو ماتو له کبله له خلكو بښنه غوښتې او ويلي يې دي، لوبغاړو ته يې ښه امکانات او زمينه برابره کړې وه، چې له لوبو وروسته به د لوبډلې له مشرانو او لوبغاړو سره حساب او کتاب وکړي.

د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام په غوراوي پړاو كې ۱۰ لوبډلې ګډون لري، چې په پاى كې به يې يوازې دوه لوبډلې د نړيوال جام سياليو كې د لوبېدو حق ترلاسه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA