افغانستان د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام په غوراوي پړاو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه وبايلله.
افغان لوبډلې په ۴۹ اعشاريه څلور اورونو كې سکاټلنډ ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه، خو د سکاټلنډ لوبډلې دا هدف په ۴۸م اور كې پوره كړ او لوبه يې په اوو وېکټو وګټله.
دا لومړى ځل و، چې راشد خان د كركټ په نړيوالې يو ورځنۍ سيالۍ کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوله.
د افغانستان دويمه لوبه سبا له كوربه هېواد زمبابوې سره ده.
تر دې مخكې افغانستان په متحده عربي اماراتو کې له زمبابوې څخه د ۵۰ اوريزو او ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ګټلې وې.
د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام په غوراوي پړاو سياليو كې ۱۰ لوبډلې ګډون لري، چې په پاى كې به يې يوازې دوه لوبډلې د نړيوال جام سياليو كې د لوبېدو حق ترلاسه كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ