ads

نن افغانستان له زمبابوې سره پنځمه يو ورځنۍ لوبه کوي

ټاكل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره خپله پنځمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي. دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل پر وخت د ماسپښين درې بجې پيلېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 سلواغه 1396
نن افغانستان له زمبابوې سره پنځمه يو ورځنۍ لوبه کوي

ټاكل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره خپله پنځمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي. دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل پر وخت د ماسپښين درې بجې پيلېږي.

تر دې مهاله د دې لړۍ څلور لوبې ترسره شوې دي چې ۳ يې افغان لوبډلې او يوه هم د زمبابوې لوبډلې ګټلې ده. ننۍ لوبه کې زمبابوې هم وګټي افغانستان د پنځوس اوريزو لوبو جام ګټلی دی ځکه د پنځو يو ورځنيو لوبو له منځه يې درې لوبې ګټلې دي.

افغانستان دغه راز د شل اوريزو لوبو لړۍ هم دوه-صفر له زمبابوې لوبډلې وګټله.

تر دې مهاله د افغانستان او زمبابوې تر منځ د لوبو ګڼې لړۍ شوې دي او ټولې افغانستان ګټلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA