په هرات كې تېره شپه يوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، چې دا پېښه د هرات ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند په حوض كرباس سيمه كې رامنځته شوې ده.
وليزاده زياته كړه، قاتل تښتېدلى او د پېښې علت تراوسه نه دى معلوم شوى.
په هرات كې كورنى تاوتريخوالى، بېوزلي او اعتياد د مېړونو له لوري د مېرمنو د وژنو عمده علتونه ګڼل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ