د اروزګان په مرکز ترينکوټ كې د ورزش امريت له لوري د فوټبال پيل شوې ۲۰ ورځنۍ لوبې د ميوند لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.
د دې ولايت د فوټبال فدراسيون مشر ميرزا محمد اميرزي د لوبو د پاى په مهال رسنيو ته وويل، ميوند به د يوه كال لپاره د اروزګان غوره لوبډله وي او د دغه ولايت په استازيتوب به په سياليو كې ګډون كوي.
هغو ځوانان، چې د فوټبال په دې سياليو كې يې برخه درلوده، په دا ډول لوبو ترسره كولو خوښ دي او غوښتنه لري، چې د ورته نورو لوبو زمينه دې هم ورته برابره كړاى شي.
دوى له سوداګرو هم د لوبو په برخه كې د مالي مرستې غوښتنه كوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په اروزګان كې د يو شمېر سوداګرو او ورزش امريت له لوري بېلابېلې سيالۍ ترسره شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ