په خوست ولايت کې د فوټبال د كوچنيو لوبغاړو د دولسو لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شوې.
دغه لوبې د هرې جمعې په ورځ د فوټبال په ملي لوبغالي كې سهار پيلېږي او نږدې ماښام پاى ته رسېږي.
په دې لوبو کې لوبېدونکي ماشومان له لسو تر پنځلسو کلونو عمرونه لري.
د ځايي فوټبال فدراسيون استازى عبدالفتاح واکمن وايي، له دغو لوبو يې هدف هلته د فوټبال لوبې او کوچنيو لوبغاړو پياوړي کول دي.
د يادونې وړ ده، چې د کوچنيو فوټبال لوبغاړو د لوبې لپاره د لويانو په پرتله لوبغالى نيمايي ته راکمېږي او لوبه هم ۳۰ دقيقې وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ