د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي په هدف د اوو ولايتونو لپاره ځانګړې محکمه په ننګرهار كې جوړه شوه.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوشنبې په ورځ د ننګرهار د استيناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده د يادې محکمې د رامنځته کېدو مکتوب ولوست او د غونډې ګډونوالو ته يې په دې اړه معلومات ورکړل.
قاضي زاده وويل، د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي په هدف دا ځانګړې محکمه به د ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، خوست ، پکتيا او پکتيکا ولايتونو د لس او له لس جريبو پورته غصب شوو ځمکو حقوقي او جزايي قضيو ته رسيدګي کوي.
نوموړي په ننګرهار كې د دولتي ځمکو پر غصب اندېښنه وښوده او له اړوندو ارګانونو يې غوښتنه وکړه، چې د عاملينو د نيولو لپاره يې لاس په کار شي.
په ننګرهار کې په داسې حال کې د دولتي ځمكو د غصب قضيو لپاره ځانګړې محکمه جوړېږي، چې د معلوماتو له مخې، هلته زرګونه جريبه دولتي ځمکه غصب شوې او له عاملينو سره يې تراوسه هېڅ ډول چلند نه دى شوى.