ads

د شېرخان بندر د ګمرک کارکوونکي له سوداګرو او موټرچلوونکو ناقانونه پیسې اخلي

د کندوز د شېرخان بندر سوداګر او موټر چلوونکي وايي، د ګمرک کارکوونکي ورڅخه په ناقانونه توګه پیسې اخلي.

نویسنده: sarwan
12 مرغومی 1396
د شېرخان بندر د ګمرک کارکوونکي له سوداګرو او موټرچلوونکو ناقانونه پیسې اخلي

د کندوز د شېرخان بندر سوداګر او موټر چلوونکي وايي، د ګمرک کارکوونکي ورڅخه په ناقانونه توګه پیسې اخلي.

دوی وايي، که چېرته د ګمرک کارکوونکو ته پیسې ورنه کړي نو په ورځو ورځو یې ورته موټر دروي او هېڅوک نشته چې پوښتنه یې وکړي.

په ورته وخت کې بيا د دې ولايت د شېرخان بندر د سوداګرو د اتحادیې ريیس سید مجتبی هاشمي کلید سره په خبرو کې وویل، که څه هم د تېرو وختونو په پرتله امنیتي حالات ښه شوي او د دوی په سوداګرۍ کې ښه والی راغلی، خو د ګمرک د کارکوونکو لخوا د ناقانونه پیسو اخیستل یو شمېر سوداګر او موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ کړي، چې دغه موضوع به د ګمرک له مسوولینو سره شریکوي تر څو د حل لاره يې پیدا کړي.

هڅه مو وکړه، چې د یادې ستونزې په اړه د شېرخان د بندر د ګمرک د ريیس نظر له ځان سره ولرو په ډېرو هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې په دې اړه د دوی نظر واخلو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کندز د شېرخان بندر په سوداګریز بندر کې د سوداګرو کار ښه شوی دی، خو د ګمرک له کارکوونکو په دې برخه کې شکايت کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA