راپورونه وايي، د فليپين په جنوب کې د سمندري توفان له کبله ځمک ښوېدنې او سېلابونو د سلګونو تنو ژوند اخيستی دی.
دا توفان د فليپين په دويمې لويې جزيرې کې چې ميندانو نومېږي رامنځته شوی دی.
ځايي چارواکي وايي، ژغورونکې ډلې سيمې ته رسېدلي او د سېلابونو قربانيان به وژغوري، چې له کبله يې لسګونه کورونه ويجاړ شوي هم دي.
د الجزيرې د راپور پر بنسټ، ډېری زيانمن شوي د (لينو دل) د سيمې خلک دي، چې په دې ايالت کې ۶۲ تنه وژل شوي دي.
(رپلر) وېبپاڼه ليکي، چې د توبود په دالما کلي له ۱۰۰ ډېر کورونه وران شوي دي او د دې سيمې شاوخوا ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ويل کېږي، شاوخوا ۲۷ تنه په هغه شپه ورک شوي، چې توفان وشو.
د ژغورونکې ډلې کارکوونکي وايي، د مخابراتي شبکو د کار نه کولو او د برېښنا د مزيو د پرې کېدو له کبله امکان شته، چې د تلفاتو شمېره لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې فليپين کې هر کال شاخوا ۲۰ قوي توفانونه کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ