د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د يو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو لس کسيزه ډله د سولې بهير سره يو ځاى شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پرون رسنيو ته وويل، د جميل، چې په شاهين مشهور دى، په مشرۍ د طالبانو دې لس کسيزې ډلې په خوږياڼو ولسوالۍ کې تروريستي فعاليتونه کول، چې د ملي امنيت د هڅو په پايله كې يې له تخريبي کړنو لاس واخيست.
هغه زياته کړه، دغو کسانو خپلې وسلې او مهمات هم د ملي امنيت موظفينو ته سپارلي او ژمنه يې کړې، چې له دې وروسته به تروريستي فعاليت نه کوي او د خپل هېواد د ابادۍ په هدف به له نورو هېوادوالو سره يو ځاى اوږه په اوږه کار وکړي.
د خوږياڼي په وينا، تراوسه د ملي امنيت موظفينو د هلو ځلو په ترڅ کې په ننګرهار کې ۸۴۶ وسله وال مخالفين د سولې بهير سره يو ځاى شوي، چې د ۳۳ داعشيانو په ګډون ۱۵۱ تنو يوازې سږ كال له جګړې لاس اخيستى او د سولې لاره يې غوره کړې ده.
څو ورځې وړاندې هم د سولې بهير سره په يو ځاى کېدو يو شمېر طالبانو د تل لپاره له جګړې لاس واخيست.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ