ads

د لفظي شخړې په پايله کې د هرات دوه اوسېدونکي وژل شوي دي

د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت دوه اوسېدونکي له لفظي شخړې وروسته د يوه دوکاندار له لوري وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
2 لیندۍ 1396
د لفظي شخړې په پايله کې د هرات دوه اوسېدونکي وژل شوي دي

د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت دوه اوسېدونکي له لفظي شخړې وروسته د يوه دوکاندار له لوري وژل شوي دي.
د هرات د پوليسو د مطبوعاتي دفتر سرپرست سيد احمد محمدي کليد ته وويل چې دغه پېښه نن شاوخوا لس نيمې بجې د مهري هروي لېسې په سړک رامنځته شوې ده.
محمدي زياته کړه چې دغه پېښه له هغه وروسته رامنځته شوې ده چې يو تيل پلورونکي لومړی له دوو تنو سره لفظي شخړه کړې او وروسته يې دواړه د چاقو په ګذارونو وژلي دي.
محمدي وايي چې د دغه قتل اصلي عامل د پوليسو له لوري نيول شوی او د دغه پېښې د اصلي دليل د موندلو لپاره د پوليسو پلټنې هم پيل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA