د ملي اردو چارواکي وايي، پچيراګام ولسوالۍ کې د روانو سېلاب څلور اووم نمبر عملياتو په مهال اووه داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، تېره ورځ يې د پچيراګام ولسوالۍ وچ ګل سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې د هوايي او ځمکنيو بريدنو په ترڅ كې يې د درېيو قوماندانانو په ګډون اووه داعش وسله وال وژلي دي.
سرچينه وايي، په وژل شوو وسله والو كې درې بهرني وګړي هم شامل دي.
خبرپاڼه زياتوي، په عملياتو کې له وسله والو مخالفينو پرته بل چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او برياليتوب سره مخ په وړاندې روان دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ