ads

ننګرهار كې له نږدې ۱۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې په هلو ځلو د خوراک نړيوال پروګرام له لوري له کډوالۍ راستنوو شوو ۱۳۹۴ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

نویسنده: sarwan
28 لړم 1396
ننګرهار كې له نږدې ۱۴۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې په هلو ځلو د خوراک نړيوال پروګرام له لوري له کډوالۍ راستنوو شوو ۱۳۹۴ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزى وايي، چې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال او مالګه ورکړل شوه.
نوموړى زياتوي، له کډوالۍ راستنوو شوو ۵۰۰ کورنيو سره يې په جلال اباد ښار، ۳۰۰ کورنيو سره په روداتو، ۲۰۰ کورنيو سره په بهسودو،۲۱۰ کورنيو سره په سره رود، ۱۳۵ کورنيو سره په خوږياڼو او ۴۹ کورنيو سره يې په کامې ولسوالۍ کې مرسته وكړه.
د فقيرزي په وينا، د مرستو لړۍ دوام لري او ډاډ يې ورکړ، چې ټولې مرستې به په شفاف ډول مستحقو کورنيو ته ورسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA