په باميانو ولايت کې تېره ورځ د ۲۲ ميليونه او ۸۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړ شوی د لوبو سټډيوم ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دا سټډيوم، چې د دې ولايت د ښاروالۍ له بوديجې څخه يې لښګت ورکړل شوی، ۱۰۷۱۰ مټره مربع مساحت لري او د فوټبال لوبغالي لپاره په کې ۶۰۸۰ مټره مربع مصنوعي چمن لګول شوی دی.
د باميانو والي محمد طاهر زهير د سټډيوم د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې د ښاروالۍ بوديجه به د دې ولايت د ځوانانو اړتياوو ته په کتو مصرفېږي.
نوموړي بامياني ورزشکارانو سره ژمنه وکړه، چې راتلونکي کال ته ورزشي پارک هم، چې د ورزشکارانو لويه غوښتنه ده، جوړوي.
دغه سټديوم کې د څلورو مياشتو په موده کې د فوټبال لپاره يو زرغون لوبغالی، دوه د واليبال لوبغالي او څلور اداري خونې جوړې شوې دي.
بامياني ورزشکاران د سټډيوم په جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي، چې له کبله يې د دوی ډېرې ستونزې حل شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ