ads

فراه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي

د فراه ولایتي شورا په دې ولایت کې په دوو جلا جلا پېښو کې د ۱۵ ملي اردو او پولیس سرتېرو د وژل کېدو او د دوو امنیتي پوستو د سقوط خبر ورکوي.

نویسنده: sarwan
23 لړم 1396
فراه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي

د فراه ولایتي شورا په دې ولایت کې په دوو جلا جلا پېښو کې د ۱۵ ملي اردو او پولیس سرتېرو د وژل کېدو او د دوو امنیتي پوستو د سقوط خبر ورکوي.
د دې ولايت د ولایتي شورا ریيسه جمیلې امیني کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د یاد ولایت د مرکز په خطیبان او د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې د امنیتي سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي، چې په کې د پوستو سقوط سره ۱۵ ملي اردو او پولیس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
امیني وایي، د فراه مرکز د خطیبان پر پوستې د طالبانو په برید کې څلور تنه ملي اردو او یو ملی پولیس وژل شوي دي او همدارنګه زياتوي، د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې هم د طالبانو د بريد په ترڅ کې اته ملي اردو او دوه پوليس وژل شوي او پنځه نور تنه ټپيان شوي دي. نوموړې مرکزي او سیمه ییز حکومت په بې پروایي تورنوي او زياتوي، چې یوازې د فراه ښار یو شمېر سیمې د حکومت په لاس کې دي خو په نورو ټولو سیمو او ولسوالیو کې طالبان په پراخ ډول فعاليت کوي.
خو په ورته وخت کې بیا د فراه د والي ویاند ناصر مهري په دې اړه کليد ته وويل، چې په يادو بریدونو کې یوازې اته ملي اردو او پولیس وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
مهري زياتوي، دغو بریدونو کې هېڅ پوستې سقوط نه دی کړی، خو په نښتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه شپې وړاندې هم د وسله والو طالبانو د برید له کبله د دغه ولایت د مرکز د پل جدید ریګي پوستې په بريد کې اته پولیس ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA