د جرمونو د نړيوالې محکمې (ICC) سر څارنوالې اعلان وکړ، چې د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو د احتمال په اړه رسمي تحقيقات پيلوي.
فاتو بينسودا د جمعې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، د حالاتو له لومړنيو ارزونو وروسته دې نتيجې ته رسېدلې، چې په روم کې له ټاکل شوو قانوني اصولو سره سم دا قضيه له هغو شرايطو سره برابره ده، چې بايد څېړنه يې وشي.
څارنوالې د کومې ځانګړې ډلې نوم وانخيست، چې بايد د جنګي جرمونو په اړه يې تحقيقات وشي.
خو په يوه راپور کې، چې تېر کال د جرمونو د نړيوالې محکمې څارنوالانو خپور کړ، ويل شوي و، چې طالبانو، د امريکا د وسله وال پوځ او سي آی اې غړو ممکن جنګي جرمونه کړي وي.
ميرمن بينسودا وايي، د دوی تحقيقات به پر هغو جنګي جرمونو متمرکز وي، چې د ۲۰۰۳ کال له مې مياشتې را وروسته د افغانستان په خاوره کې شوي دي.
د نوموړې په وينا، د دې دفتر به د هغو ادعاوو پر بنسټ، چې خلک يې په وسله والو نښتو کې پر ښکېلو اړخونو کوي، د خپل ماموريت او امکاناتو په چوکاټ کې ګامونه اوچت کړي.
هغه زياتوي، که اجازه ورکړای شوه، دفتر به يې په خپلواک، بې پرې او دقيق ډول د محکمې له مقرراتو سره سم د ادعا شوو جرمونو په اړه تحقيقات وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ