ads

لوګر کې د څه باندې ۱۴ ميليونه افغانيو په ارزښت دوه روغتيايي مرکزونه جوړېږي

لوګر ولايت کې د څه باندې ۱۴ ميليونو افغانيو په ارزښت د دوه روغتيايي مرکزونو د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د لوګر ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد روغتيايي مرکزونه د مرکز د مهاجرينو د ښارګوټي او د پياروخېلو په سيمه کې رغول کېږی.

نویسنده: sarwan
26 تله 1396

خبرپاڼې د لوګر ولايت د عامې روغتيا د رييس رسول ګل سمر له قوله ليکلي، چې د پياروخېلو په روغتيايي مرکز اووه نيم ميليونه افغانۍ لګښت راځي، اووه خونې لري، شاوخوا دېرش زره کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي او د جوړېدو چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
د سرچينې په خبره، همدارنګه د مهاجرينو ښارګوټي کې بل روغتيايي مرکز، چې دا هم اووه خونې لري او نږدې دېرش زره کورنۍ به ورڅخه ګټه اخلي، شاوخوا اووه ميليونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي او د يوه کال په موده کې به يې د رغولو چارې بشپړې شي.
ورته وخت کې د لوګر ولايت د والي مرستيال قمرالدين شکېب د جوړوونکي شرکت له مسوولينو څخه وغوښتل، چې د کار چټکتيا او کيفيت ته بايد ځانګړې پاملرنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA