ads

افغانستان کې وروستي ترسره شوي بريدونه په ملي او نړيواله کچه وغندل شول

سعودي عربستان د پکتيا مرکز ګردېز او د غزني اندړو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو وروستي تروريستي بريدونه، چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په سختو ټکو وغندل.

نویسنده: sarwan
26 تله 1396
افغانستان کې وروستي ترسره شوي بريدونه په ملي او نړيواله کچه وغندل شول

سعودي عربستان د پکتيا مرکز ګردېز او د غزني اندړو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو وروستي تروريستي بريدونه، چې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، په سختو ټکو وغندل.
د سعودي عربستان حکومت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغو خونړيو بريدونو او د لسګونو بې ګناه افغانانو د وژل کېدو په خاطر له افغان حکومت او ولس سره خواخوږي څرګندوي او د تروريزم په ضد مبارزه کې د افغانستان له حکومت سره پيوستون اعلانوي.
په همدې حال کې د اسلامي همکارۍ ټولنې (OIC) هم دغه ترهګريز بريدونه غندلي دي.
بلخوا د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه هم، چې هېواد يې د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن دی، ياد تروريستي بريدونه وغندل.
جمهور رئيس محمد اشرف غني بيا د دغو تروريستي بريدونو د غندلو په مهال د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستايلې.
هغه وويل، اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د تروريستانو او د دوی د ملاتړو لپاره امن پټنځای شي.
د ګردېز د پېښې له قربانيانو سره د غمشريکۍ لپاره د هېواد اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی او د کورنيو چارو وزير پکتيا ته سفر وکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA