د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله.
نن د کوربه هېواد بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې سره د پنځمې يو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته ۲۴۰ منډې هدف وټاکه، خو د بنګله دېش لوبډلې په ۴۸ اعشاريه دوه اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې وکړې او لوبه يې افغان لوبډلې ته وبايلله.
دروېش رسولي، چې په نننۍ لوبه کې يې په ۴۷ توپونو ۷۵ منډې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان او بنګله دېش د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه بنګله دېش وګټله، دوهمه لوبه د باران له کبله مساوي شوه او پاتې درې لوبې افغانستان وګټلې، چې په دې سره افغان لوبډلې وکولای شول کوربه بنګله دېش څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټي.