ads

ارگ د چارو ادارې د يوه پخواني كار كوونكي د بربنډې شوې طرحې په اړه غبرگون وښود

د چارو ادارې د يو پخواني لوړپوړي كار كوونكي د بربنډې شوې طرحې په غبرگون کې جمهور رئيس محمد اشرف غني لويې څارنوالۍ ته په دې اړه د هر اړخيزې څېړنې امر كړى دى.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396
ارگ د چارو ادارې د يوه پخواني كار كوونكي د بربنډې شوې طرحې په اړه غبرگون وښود

د چارو ادارې د يو پخواني لوړپوړي كار كوونكي د بربنډې شوې طرحې په غبرگون کې جمهور رئيس محمد اشرف غني لويې څارنوالۍ ته په دې اړه د هر اړخيزې څېړنې امر كړى دى.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې په ټولو برخو په ځانګړي ډول حکومتي دستګاه کې دننه تبعيضي چلند، فکر او کړنې سختې غندي او هېڅ بنسټ او فرد ته د افغانستان د خلکو او قومونو د ملي يووالي، همدلۍ او زيانمنولو اجازه نه ورکوي.
سرچينه زياتوي، د هېواد جمهور رئيس لويې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې، چې په دې اړه هر اړخيزې څېړنې او د دې زشت کار د عامل يا عاملينو د تشخيص اقدام وکړي او د هېواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانينو د حکمونو په رڼا کې له هغوی سره چلند وکړي.
‎په هغې طرحې كې، چې د چارو ادارې د څارنې او ارزيابۍ رياست پخواني مرستيال ثواب الدين مخکښ ته منسوب شوې، راغلي دي چې د افغانستان غير پښتون اوسېدونکي دې په دې اداره کې په نمايشي توگه مقرر شي، ترڅو د ادارې پښتانه کار كوونکي پر چارو کنټرول ولري. په طرحه كې د څو پښتنو کار کوونکو نومونه ياد شوي او ټينگار شوى، چې د هغوى ملاتړ دې وشي او همداشان پر دې ټينگار شوى، چې ارگ ته د تللو اجازه دې يوازې هغو کسانو ته ورکړل شي، چې د باور وړ وي، نه د دوى مخالف. مخکښ د خپلې طرحې له بربنډېدو وروسته استعفا وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA