ads

حنيف اتمر په كابل كې د هند سفير سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

په کابل کې د هند سفير منپريت وهرا د امريکا نوې ستراتېژي د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره مهمه بولي او وايي، چې د دې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره به په سيمه کې د همکاريو او دوه اړخيزو ګټو نوى باب پرانيستل شي.

نویسنده: sarwan
26 وږی 1396

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د وهرا له قوله راغلي، چې د افغانستان او هند ترمنځ د دوستانه اړيکو د دوام او بهبود په هدف دوه اړخيزې هڅې روانې دي، ترڅو د ستراتېژيکو همکاريو بنسټونه پراخ او پياوړي شي.
بلخوا د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د هند د امنيتي او سياسي همکاريو پر بهبود او دوام خبرې وکړې او ويې ويل، چې د افغانستان او سيمې د ثبات لپاره د هند نظامي همکارۍ خورا محسوسې او اغېزمنې دي.
بايد وويل شي، چې دواړو لورو په دې ليدنه كې د كابل او نوي ډيلي د سياسي، امنيتي او اقتصادي همکاريو پر دوام او پراختيا خبرې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA