ads

د پاکستان د نوې کابينې وزيرانو لوړه وکړه

د پاکستان نوې کابينې لپاره د دې هېواد د کابينې غړو لوړه وکړه.
د لوړې مراسم د جمهور رييس ممنون حسين په دفتر کې د جمهور رييس له لوري ترسره شول.

نویسنده: sarwan
13 زمری 1396
د پاکستان د نوې کابينې وزيرانو لوړه وکړه

د پاکستان نوې کابينې لپاره د دې هېواد د کابينې غړو لوړه وکړه.
د لوړې مراسم د جمهور رييس ممنون حسين په دفتر کې د جمهور رييس له لوري ترسره شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوې کابينې ډېر غړي د نوازشريف ملګري دي.
خواجه اصف چې د نوازشريف په کابينه کې د دفاع وزير و، دا ځل د بهرنيو چار وزير ټاکل شوی دی، چې پر ځای يې دفاع وزارت ته خرم دستګير نومول شوی دی.
کورنيو چارو وزارت حسن اقبال، خو د کورنيو چارو پخوانی وزير چوهدري نثارعلي خان ته هېڅ دنده نه‎ده ورکړل شوې.
لنډمهالي صدراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي، چې د نوې کابينې په اړه يې له نوازشريف سره سلا مشوره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نوازشريف د جولای په ۲۸مه وروسته له هغې استعفا ورکړه، چې د سترې محکمې له‎ لوري په اداري فساد تورن وبلل شو او د ده په شمول د کورنۍ د ځينو غړيو لپاره يې جرمي دوسيه هم پرانيستل شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA