ads

د معلوليت لرونکو كسانو د کرکټ سياليو کې سپين غر لوبډلې مس عينک ته ماته ورکړه

د زونونو په کچه د معلوليت لرونکو كسانو د کرکټ سياليو په لړ کې اتمه لوبه د مس عينک او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

نویسنده: sarwan
7 زمری 1396
د معلوليت لرونکو كسانو د کرکټ سياليو کې سپين غر لوبډلې مس عينک ته ماته ورکړه

د زونونو په کچه د معلوليت لرونکو كسانو د کرکټ سياليو په لړ کې اتمه لوبه د مس عينک او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د افغانستان د كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، د لوبې پچه مس عينک لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه.
دې لوبډلې په شلو اورونو کې سپين غر لوبډلې ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاكه، چې په كې نبي الله ۹۷ منډې جوړې کړې.
خو ياد هدف سپين غر لوبډلې په وروستي اور کې پوره کړ او لوبه يې په خپله ګټه پاى ته ورسوله.
ګل محمد د ۵۹ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.
د دې لوبې په ګټلو سره سپين غر لوبډلې پايلوبې ته لاره پيدا کړه.
د نن ورځې دوهمه لوبه به د مس عينک او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شي او ګټونکې لوبډله به له سپين غر لوبډلې سره په پايلوبه کې مخامخ کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA