ads

ګرمسېر كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ شمال لور ته د (خاري) سيمې اړوند پر امنيتي پوستو بريدونه كړي، چې د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.

نویسنده: sarwan
28 چنګاښ 1396
ګرمسېر كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالۍ شمال لور ته د (خاري) سيمې اړوند پر امنيتي پوستو بريدونه كړي، چې د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د امنيتي ځواكونو په مخامخ نښتې او هوايي بريدونو كې د طالب جنګياليو د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د وژل شوو طالبانو جسدونه په سيمه کې پراته دي او دغه راز ګڼ شمېر وسلې او وسايط يې هم تخريب او له منځه وړل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په نښته كې د عامه نظام دوه پوليس هم وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي.
ځايي چارواكي وايي، چې سيمه د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA