چين له هند څخه غوښتي، چې په ګډ سرحد کې له لانجمنې سيمې خپل پوځيان وباسي.
د چين دولتي خبري اژانس شينهوا د چارواکو له قوله ويلي، که چېرې هند له لانجمنې سيمې خپل پوځيان و نه باسي، دوى به مذاکرات ترسره نه کړي.
چين له هند سره په ګډه پوله د دوکلام سيمه خپل مالکيت ګڼي، خو هند يې بيا خپله خاوره بولي.
بايد ياده شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجه وروسته له هغې پيل شوه، چې چين غوښتل په دوکلام سيمه کې يو سړک جوړ کړي، چې د هندي ځواکونو له غبرګون سره مخ شو.