د ټاکنو پر راتلونکو مسايلو د بحث لپاره تېر مازيګر په ارګ كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه جوړه شوه، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو يو شمېر مسوولينو او د مرستندويه هېوادونو استازو هم په کې حضور درلود.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس نجيب الله احمدزي د ټاکنو د کولو په اړه د دغه کمېسيون د اقداماتو په تړاو غونډې ته معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، په راتلونكو ټاکنو کې به له ټکنالوجۍ کار واخيستل شي.
هغه زياته كړه، دوى د ټاکنو نېټې له اعلان مخکې د خلکو له بېلابېلو اقشارو، بنسټونو او سياسيونو سره مشورې وکړې او بيا يې دغه نېټه اعلان کړه.
احمدزي دې ته اشاره وکړه، چې ټاکنو کې به هېچا ته د مداخلې اجازه ور نه کړي او په خبره يې، هڅه كوي، چې ټاکنې رڼې وشي او ټولو خلکو ته د منلو وړ وي.
په ورته وخت كې جمهور رئيس محمد اشرف غني وويل، د ټاکنو په وړاندې ستونزې او خنډونه ارزول کېږي، ترڅو له نړيوالو شريکانو سره په همغږۍ هراړخيز عملي اقدامات وشي.
په دغه غونډه کې د ځينو مرستندويه هېوادونو استازو هم خبرې وکړې، د ټاکنو نېټې د اعلان هرکلى يې وکړ او په دې برخه كې يې د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ