ads

ملي دفاع او کورنيو چارو وزارت: کندوز کې امنیتي تهدیدات خورا لوړ دي

تېره ورځ ناوخته د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو ارشد معین مراد علي مراد او د ولسي جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر شایسته باز ناصري د کندوز ولایت د امنیتي حالاتو د څېړنې په موخه کندز ته سفر کړی دی.

نویسنده: sarwan
20 چنګاښ 1396

د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي وایي، چې په کندوز کې امنیتي تهدیدات خورا لوړ دي نو په همدې دلیل سره دوی کندوز ته سفر کړی دی، تر څو د کندوز امنیتي حالات له نږدې وګوري.
بهرامي زیاته کړه، هغه پلانونه چې امنیتي ځواکونه د کندوز پاکولو په موخه له دوی شریک کړل د قناعت وړ دي، د دوی په خبره، د دغو پلانونو په عملي کولو سره به د کندوزامنیتي حالات د ډاډ وړ شي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد وایي، یواځې وسله وال طالبان نه دي چې کندوز ته یې ګواښ جوړ کړی بلکې غیر مسوول وسله وال هم د کندوزیانو لپاره لوی سرخوږی دی او ټولو امنیتي ځواکونو ته یې لارښونه کړې، چې د غیرې مسووله وسله والو په خلع سلاح کولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې لوړ پوړي چارواکي کندز ته سفر کوي بلکې له دې وړاندې هم په وار وار سره امنیتي لوړ پوړو چارواکو کندوز ته سفرونه درلودل او کندوزیانو ته یې د امنیت راوستلو وعدې کړې وې، خو تراوسه پورې د کندوز امنیتي حالت هماغسې په خپل ځای پاتې دی او وسله وال طالبان اوس هم د کندوز ښار په اړونده سیمو کې شته دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA