د امريکا په نيوياک ښار کې د ډزو په نتيجه کې يوه ډاکټره وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
امريکايي چارواکي وايي، پېښه د نيويارک ښار برونکس لبنان روغتون کې رامنځته شوې، يو وسله وال کس پر خلکو ډزې کړي او وروسته يې ځانوژنه كړې ده.
امريکايي چارواکو وسله وال کس د هنري بيلو په نوم يو ډاکټر ښودلى دى.
تراوسه د بريد انګېزه معلومه نه ده، خو په امريکا کې له تېرو څو کلونو راهيسې د تور پوستو او سپين پوستو ترمنځ د تبعيضي وژنو لړۍ دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ