د مرکز د روغتونونو مشر سليم رسولي وايي، په سږني اختر کې د پلاستيکي وسلو د استعمال له کبله د کابل ښار روغتونونو ته کوم ټپي نه دی لېږدول شوی او تر دې مهاله چاته زيان نه دی اوښتی.
که څه هم تر دې وړاندې کلونو کې د اختر پر مهال ماشومانو ته د پلاستيکي وسلو د استعمال له کبله زيانونه اوښتي او په لسګونو ماشومان پکې ټپيانېدل، خو د مرکز د روغتونونو مشر سليم رسولي کليد ته وويل چې سږ کال دغه ډول کومه پېښه نه لري او کوم ټپي نه دی وروړل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې په ځلونو د کورنيو چارو وزارت هټيوالو ته خبرداری ورکړی چې د پلاستيکي وسلو او پټاقيو له پلورلو ډډه وکړي، خو تر دې مهاله دغسې څه هېڅ عملي شوي نه دي.